لاهور۔5 اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې وزیراعظم شهباز شریف د فلسطين په مسئله د ټولې اسلامي نړۍ ترجماني وكړه ٬ د حكومتي اقداماتو له امله ګراني سنګل ډېجټ ته راغلې ده ?? انتشاري ډله د پاكستان پرمختګ ليدلے نه شي ، د خیبر پښتونخوا نه سوا په ګرد هيواد كښې ګراني مخ په كميدو ده ?? كوم شرخوښې به ريډزون ته نزدې كيدو ته نه پريږدؤ٬ احتجاج كول په اصل كښې اېن آر او اخستل دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ په ماډل ټاؤن كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم هڅو او ستړو سره سفارتي ځانله والې ختم شو او زمونږ خارجه پالېسي په سم لوري روانه ده٬ نړۍ د پاكستان د معاشي بهترۍ اعتراف كوي او پاكستان سره تجارت كښې خوښي لري۔ وزیراعظم په ايو اېن او غونډه كښې د فلسطين په مسئله د ټولې اسلامي نړۍ ترجماني وكړه او په فعاله ډول يۍ د فلسطين مقدمه وړاندې كړه۔ په يو اېن غونډه كښې چې پاكستان ته كوم درناوې ترلاسه شوه ټولې اسلامي نړۍ ??پاره د وياړ وړ دے۔ ده ??وئيل وزيراعظم د كشمير مقدمه اولس ته وړاندې كړه او مقبوضه كشمير كښې روان هندي ظلم يۍ نړۍ ته په ډاګه كړو۔ ده ??وئيل د آئي اېم اېف اېم ډي د وزيراعظم پالېسۍ ستائلو سره وئيلي چې كه ته نه وې نو هېواد به ډيفالټ شوے ؤ۔ د ملائیشیاء د وزیراعظم د پاكستان اوسنۍ دوره كاميابه وه٬ د سعودي عربستان پلاوې ډېر زر د پاكستان دوره كوي ٬ بهر څخه د راتلونكے مېلمه د پاكستان عزت وي۔ ده ??وئيل د كال 2018ء ??كومت پاكستان آئیسولېشن سره مخ كړو او د هېواد خارجه پالېسي يۍ دومره كمزورې كړه چې كوم هېواد باكستان سره تجارت كولو ته چمتؤ نه ؤ۔ ده ??وئيل د هېواد د معيشت بېړۍ چپه شوې وه ۔ ده ??وئيل اوس د هېواد معيشت په سم لوري روان شوے نو پي ټي آئي په هېواد كښې د دھرنو سياست ته يو وارې بيا وده ??ركوي۔ مخالفين حالات خرابولو سره د هېواد معيشت ته بيا زيان رسول غواړي۔ ده ??وئيل د كے پي وزيراعلی يو غېر سنجيده انسان دے هغه د كے پي كے پوليس اوښكې بهوؤنكې ګېسونو سره په اسلام آباد بريد كولو راولي ، په رېډ زون كښې د دھرنې مقصد كار سركار مفلوج كول دي۔ ده ??وئيل پي ټي آئي هېواد سره دښمني لرونكي خلق دي دوئي ته به رېډ زون ته د نزدې كېدو اجازه وركولې نه شي۔ ده ??وئيل په اسلام آباد كښې د اېس سي او غونډه كېدونكې ده ??ه كومه كښې چې د 12 هېوادونو مشران څو لسيزې پس اسلام آباد ته راځي۔ د اېس سي او غونډې سبوتاژ كول هڅه كولې شي خو كوم شرخوښي ته به د دې اجازه وركولې شنه شي۔ ده ??وئيل دا څومره د شرم خبره ده چې زمونږ د ګاونډي دښمن هېواد خارجه وزير ته د پي ټي آئي لارښود بېرسټر سېف په خپل احتجاج كښې د ګډون كولو بلنه وركړې ده۔ حال دا دې چې په نړۍ ??ښې نور هېوادونه هم شته ٬ د هغوي خارجه وزيرانو ته ولې بلنه نه ده ??ركړ?? شوې۔ دې څخه دا ښكاره كيږي چې پي ټي آئي سره تعلق لرونكي وطن سره څومره مينه لرونكي دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل د لاهور په شمول په ګرد هېواد كښې د اولس د ځان او مال حفاظت زمونږ ذمه واري ده ??ومه به چې مونږ په هر صورت ترسره كوؤ۔ ده ??وئيل چې يو تن دا ښكاره وايي چې زه په اسلام آباد سره د وسلې بريد كولو له راروان يم او هغه د هېواد د وضعې خرابولو هڅه وكړي نو مونږ بيا غلې پاتې كېدې نشؤ۔ ده ??وئيل په راتلونكي وخت كښې به كے پي كے څخه دا غږ پورته كېدل پېل شي چې علي امين لږ سوچ وكړه او په صوبه كښې ګراني كمه كړه۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ??وئيل چې د علي امين لخوا كومه مطالبه نه ده رامخې ته شوې٬ د هغه مقصد يوازې محاذ آرائي زياتول او داسې حالات رامخې ته كول دي چې څوك پاكستان ته سرمايه كارۍ كولو له رانشي۔
Nguồn bài viết : Loto gan