اسلام آباد 14 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف او د چين وزيراعظم لي چيانګ د نيو ګوادر هوائي م??دان ورچوئل پرانستې كولو سره وئېلي دي ګوادر نه يوازې د سيمه ايز پرمختګ محور بلكې د پاكستان لپ??ره ګيم چينجر حېثيت لري٬د شريك سباؤن او پرمختګ لپ??ره زمونږ عزم غېر متزلزل دے??د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د نيو ګوادر انټرنېشنل هوائي م??دان تكميل ورچوئل دستورې ته د وينا كولو په مهال كړې۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئېل د پاكستان او چين ترمينځه صنعت٬كركيله او تجارت پشمول بېلو څانګو كښې په يادښتونو لاس ليك شوے٬دا دوه اړخيزه لوظ نامه د دواړو دوست هېوادونو ترمينځه د يو نوې باب اضافه ده۔د چين وزيراعظم د پاكستان دورې كولو مننه كوم٬د ده دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا ته د ودې وركولو د ع??م پخلے دے٬مونږ د ملاقات په مهال ګټورې او تعميري خبرې وكړې۔ده ووئيل د پاكستان پرمختګ لپ??ره د چين د پوخ عزم معترف يم ٬ د صدر شي جن پنګ او د چين اولس لخوا د ګوادر هوائي م??دان ډالۍ په راكولو مننه كوم٬د پاكستان معاشي پرمختګ ايجنډا او پسمانده سيمو پرمختګ پشمول نورو څانګو كښې په مرسته هم مننه كوم٬ ده ووئېل د ګوادر هوائي م??دان څخه نه يوازې ګوادر بلكې ټول هېواد به پرمختك وكړي٬د سي پېك له مخې به دا پروژه بشپړه كړې شي ۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئېل باور وركوم چې نه يوازې د سي پېك په دوهم پړاؤ عملدرآمد بلكې د چين او پاكستان اولسونو له د امن او سلامتيا لپ??ره به ستاسو سره په ګډه كار كوم۔د چين وزيراعظم لي چيانګ دستورې ته خطاب كولو په مهال ووئيل د ګوادر د هوائي م??دان په بشپړېدو د چين حكومت او اولس لخوا مباركي دركوم٬د چين او پاكستان وركرز د دې پروژې پاې ته رسولو لپ??ره شپه ورځ كار كړے٬د هغوي هڅې د ستائنې وړ دي٬ګوادر انټرنېشنل ايئرپورټ بشپړېدل مهمه كاميابي ده۔ده ووئيل ګوادر د سيمه ايز پرمختګ محور سره سره د دواړو هېوادونو ترمينځه د قوي ملګرتيا عكاسي ده٬چين به د پاكستان پرمختګ لپ??ره خپل كردار دغسې ادا كوي٬د پاكستان اولس خوشحالي زمونږ زړه ته نزدې ده۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه سټرټيجك شراكتداري د وخت تېرېدو سره سره لا قوي كېږي٬شريك سباؤن او پرمختيائي اهداف لپ??ره زمونږ عزم غېر متزلزل دے??په دې موقع د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال هم خطاب وكړو۔
Nguồn bài viết : Vietlott